نورستان د خبریالانو د خوندیتوب غونډه جوړه شوه

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي په مشرۍ د وږي د مېاشتې د وږي مېاشتې ۲۴مې نېټې د خبریالانو د خوندیتوب غونډه کې د یاد ولایت په کچه د فعالیتونو د انعکاس او ښې همغږۍ په اړه بحث وشو.
فیضي د رسنیو د بې پرې حقایقو په خپراوي خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د رسنیو د استازو رول مهم وباله .
په غونډه کې همداراز د ولایت مرستیال د خبریالانو د خوندیتوب په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې تر دا مهاله له خبریالانو سره د ناسم چلند په اړه هیڅ کوم راپور ندی ثبت شوی.