میرزکوال د تفریحي پارک د بنسټ ډبره کېښوده

د اسعد اباد ښار چغان سیمه کې د لوی سیند ترڅنګ، د تفریحي پارک جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال، لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پېل شوې.

میرزکوال د پروژې د پیل پر مهال وویل: یاد پارک د مالیې وزارت له لوري اسعد اباد ښاروالۍ ته د ورکړل شوي تشویقي بودېجې څخه د اوو میلیونه افغانیو په لګښت په شپږ جرېبه ځمکه کې جوړیږي، چې د بولډر وال او استنادي دیوال جوړېدو چارې به یې په دوه میاشتو کې بشپړې شي .

کونړ والي وویل ددې ترڅنګ یې د اسعد اباد په ښار کې د یو بل لوی تفریحي پارک لپاره بودېجه پیداکړې او ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي ،نوموړي زیاته کړه هڅه یې داده چې په دې ولایت کې د ځوانانو لپاره داسې تفریحي پارک جوړ کړي، چې د هېواد په کچه د ښکلا ځانګړی نوم ولري او سیالانیان ورته راجلب کړي .