د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د ارتباطاتو ستراتیژۍ په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

د (ISLA_USAID) د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا نوښت پروګرام ولایتي دفتر په همکارۍ دغه جوړ شوي ورکشاپ کې، د ولایتي شورا، ښاروالۍ او نورو دویمې اداري واحدنو د اړیکو او ارتباطاتو د برخې کارکوونکو ګډون کړی ؤ.

دغه ورکشاپ چې موخه یې د اړونده ادارو د کارکوونکو د پوهاوي د کچې لوړېدل ښوودل شوي، ګډونوالو ته د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د ارتباطاتو نوې ستراتیژۍ په اړه د معلوماتو شریکولو په ترڅ کې، د تجربه لرونکو استادانو له لوري د اغېزمنو ارتباطاتو رامنځته کېدو په نویو لارو چارو هم خبرې وشوې .

ګډونوالو یاد روزنیز پروګرام ګټور وباله او د وړتیاوو لوړونې په برخه کې یې د ورته نورو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.