د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې له ۲نورو پوهنتونو سره هم تفاهم‌ليکونه لاسليک کړل

 

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په کابل کې د خپلو کارکوونکيو د وړتيا لوړولو په پار له رڼا او پېشګام پوهنتونونو سره دوه تفاهم‌ليکونه لاسليک کړل.

تر دې وړاندې د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له کاردان پوهنتون سره هم ورته تفاهم‌ليک لاسليک کړی و.

له رڼا پوهنتون سره تفاهم‌نامه د سيمه‌ييزو ارګانونو د بشري منابعو د رييس ايمل صالح‌زي او د رڼا پوهنتون د استازي محمد مسلم نعيمي تر منځ او له پېشګام پوهنتون سره د سيمه‌ييزو ارګانونو د ظرفيت لوړونې او انکشاف د رييس منوچهر ملکزاده او د پېشګام د استازي محمد نسيم قرلق له خوا لاسليک شوه.

د دغو تفاهم‌ليکونو په اساس به ښکېلې ادارې د کارکوونکيو د وړتيا لوړولو، د ليسانس تر کچې د زده‌کړو او د اوږدمهالو پوهنيزو پروګرامونو په برخه کې يو د بل لاس نيسي.

ښکېلې ادارې به يو بل ته د دولتي ادارو د کارکوونکيو په فيسونو کې د کموالي او د پوهنتونونو محصلينو ته د کار د زده‌کړې او روزګار موندنې په برخو کې اسانتياوې برابروي.