ښځو د سيمه‌ييزو ارګانونو له رييس سره پر خپله ونډه خبرې وکړې

د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه، د ښځو د شبکې راغليو ګڼ شمېر مېرمنو په کابل کې د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې له لوی رييس عبدالمتين بېګ سره، د ښځو د ستونزو او په حکومتي ادارو کې د ښځو پر ونډه خبرې وکړې.

دوی وويل، د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې ته ډېر پام کړی دی، خو وايي، دغه کچه بايد لا زياته شي.

مېرمنو په خپلو خبرو کې وويل، د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې په دې ورستيو کې په ځينو ولايتونو کې ښځينه ښاروالانې او مرستيالې واليانې مقررې کړې دي او دا ګام يې د ستايلو دی.

د دوی په خبره، د افغانستان ښځې ښه وړتيا لري او بايد د هېواد په جوړولو کې د ښځو له استعدادونو ښه ګټه واخيستل شي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو رييس عبدالمتين بېګ له دوی سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې تر خپله وسه به د ښځو ونډې ته پام کوي او د استعداد او وړتيا پر اساس به، ښځو ته مسووليتونه سپاري.

ده وويل، ژر به دوو نورو ولايتونو ته هم ښځينه مرستيالې واليانې مقررې کړي.