جلال‌اباد ښاروالي د ۲۳ صنفونو نرخونه خپاره کړل

د جلال‌اباد ښاروالي په دغه ښار کې د افغانيو د نرخونو د کنټرول په موخه د درویشتو صنفونو نرخنامې خپرې کړې.

په دې نرخنامو کې د بېلابېلو توکيو د نرخونو په مالومو سربېره، د ښاریانو لپاره د شکایت شمېرې هم لیکل شوې چې له ښاروالي سره، له نرخنامو څخه د سرغړوونکيو په پېژندلو کې مرسته وکړي.

اوس د جلال‌اباد ښاروالي ته دنده  ورکول شوې چې هغه هټیوال او نور پلورونکي چې له نرخنامو څخه سرغړونه کوي، تر ټولو سخت قانوني چلند ورسره وکړي.