په بهسودو کې ۷۱۵ مټره اسنادي دېوالونه جوړ شول

د ننګرهار په بهسودو ولسوالي کې په څلور ميليونه افغانيو، اووه سوه او پنځلس مټره اوږده اسنادي دېوالونه جوړ شول.

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د برنامو امر انجینر عبدالولي ایوبي وايي، دغه استنادي دېوالونه د بهسودو ولسوالي د ثمرخېلو، میا علي صاحب او سراچې په کلیو کې د جرمن اګرو اکشن او د خوړو نړیوال سازمان یا WFP په ګډه همکاري جوړ شوي.

د دې دېوالونو په برکت د اووه سوه کورنيو، سلګونه جريبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوه.

په دې سربېره، د دغو دېوالونو د جوړولو پر وخت، په تېرو دريو مياشتو کې پنځه سوه او څلور اويا تنه کاريګر په دندو بوخت ول.