حیات الله حیات د قومونو د یووالي او همغږۍ شورا له غړو سره وکتل

ننګرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې  ددې ولایت د قومونو د یووالي او همغږۍ شورا له یو شمېر غړو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په داسې حال کې ولیدل چې د ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند،ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ او د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري هم شتون درلود.

د قومونو د یووالي او همغږۍ شورا یو شمېر غړو د خبرو پر مهال د ننګرهار والي د وروستیو اقداماتو څخه د ملاتړ ترڅنګ ډاډ وښود او ژمنه یې وکړه،چې په ټولو قانوني چارو کې به د ولایتي ادارې همکار اوسي. دوی همدا راز په یو شمېر برخو کې د ستونزو د حل او قومونو سره د لا زیاتې همغږي په موخه وړاندیزونه هم وکړل .

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، قومي شوراګانې د حکومت سره د ولسونو د ستونزې په حل کې بشپړه همکاري کوي او له دوی څخه یې وغوښتل،چې د خپلمنځي ستونزو د حل په ترڅ کې، د ننګرهار اساسي ستونزو په حل کې له ولایتي ادارې سره مرسته وکړي .

حیات ډاډ ورکړ چې د ولسونو ستونزو د حل په موخه د قومي شوراګانو سره په ټولو قانوني چارو کې همکار دی