د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او کاردان پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کاردان پوهنتون او سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ترمنځ، ددې ادارې د مالي او اداري معین ښاغلي روح‌الله نیازی او د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت له خوا، د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. ددې سند په اساس به دواړه لوري د لوړو زدکړو، محصلانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او نورو علمي پروګرامونو په چمتو کولو کښې همکاري ولري.