لسيزې وروسته افغانستان د ښارواليو د جامع قانون څښتن شو

نن د افغانستان د کابيني په غونډه کې د ښارواليو لپاره نوی قانون تصويب شو او په دې توګه افغانستان لسګونه کاله وروسته د ښارواليو د يوه جامع قانون څښتن شو.‌

لسګونه کاله وړاندې په افغانستان کې د ښارواليو لپاره قانون جوړ شوی و، خو پرېمانه ستونزې یې درلودې،‌ اما تر دې وروسته به د دغه قانون له لارې ډېرې پېچلې ستونزې هوارې شي.‌

د ښارواليو دغه قانون د سيمه‌ييزو واقعيتونو او وطني ټولنې په اساس او له بهرنيو الګوګانو څخه په الهام اخيستو جوړ شوی دی او د سيمه‌ييزو ارګانونو، کابل ښاروالي،‌ د ځمکو ادارې، د ښار جوړولو وزارت،‌ عدليې وزارت او ارګ کاري ډلو ورباندې کار کړی دی.‌

د ښارواليو د دغه نوي قانون په جوړولو کې په يادو ادارو سربېره، د DLA Piper

حقوقي شرکت هم برخه درلوده.‌

د کابینې په وروستۍ غونډه کې د سيمه‌ييزو ارګانونو رييس عبدالمتين بېګ د دغه قانون جوړېدل د افغانستان لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.‌

ده وويل، تمه ده چې دغه قانون به ډېرې هغه تشې ډکې کړي چې لسګونه کاله د افغانستان ښاروالۍ ورسره مخ وې.‌

په غونډه کې ولسمشر هم د دغه قانون جوړېدل ستر اقدام وباله او د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره یې وستايله چې د هېواد لپاره یې لوی کار کړی دی.‌

د دغه نوي قانون په اساس به ښارواليو ته بېلابېل معيارونه ټاکل کېږي.‌ د ښارواليو طبقه‌بندي به کېږي او د درجو په اساس به یې چارې تنظمېږي.‌ د ښاروالانو د ټاکنو او د ښارواليو د مجلسونو په برخه کې اسانتياوې راځي او په دې سربېره به د ښارواليو د کارکوونکيو معاشونو ته ځانکړې لايحه جوړېږي.

د ښارواليو لپاره انسټيټيوټ، په ښارواليو کې د ښاري انظباط واحد، د ښارواليو د تشويق لپاره د پيسو صندوق جوړېدل، استقراض او نور،‌ نورې اسانتياوې دي چې د دغه قانون په اساس جوړېږي.‌

تر دې ورها خوا به دغه قانون د ښارواليو لپاره د ټرافيکو د تنظيم، ښاري ټرانسپورټ، تاريخي اثارو د ساتنې او د سېلابونو د مخنيوي په برخو کې هم اسانتياوې جوړې کړي.‌