د پچيراګام ۳۴۰کورنيو ته پاکې اوبه رسول کېږي

د ننګرهار د پيچراګام ولسوالي درې سوه او څلوېښتو کرنيو ته، په پنځه ميليونه او پنځوس زره افغانۍ د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي. دغې شبکې د جوړولو چارې د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د اوبو رسولو ملي پروګرام پر مخ وړي.‌ د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیا وايي،‌ د دغې شبکې د جوړېدو هوکړه لیک یې د بر پچیر له سودله خېلو شورا سره لاسلیک کړی. دی وايي، د دې پروژې لس فيصده لګښت به د سيمې خلک ورکوي.‌ د پروژې پاتې لګښت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسیف ورکوي او موخه يې مېندو او ماشومانو ته پاکې اوبه رسول دي.