په جلال اباد کې د ولسي تړون له لارې د پنځو پروژو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمه ناحیې سیمه کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د څه باندې پنځه ویشت میلیونه او درې سوه زره افغانیو په لګښت، د پنځو پرمختیايي شوراګانو د سړکونو او ویالو جوړولو پروژو چارې پیل شوې.

ددغو پروژو د چارو په پیل سره د سیمې دوه سوه او شپږ تنو ته کاري زمینه برابره او له یادو پروژو څخه به تر۱۰۶۰ کورنۍ په مستقیم توګه ګټه واخلي .