د غني خېلو ولسوال د ملي اردو يو سرتيری د وسله والو طالبانو له کلابندۍ وژغوره

ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوال غالب مجاهد تېره ورځ د مرچخيلو خانانو سيمه کې د ملي اردو يو سرتيری چې په رخصتۍ کور ته راغلی و او کور يې د وسله والو طالبانو له لوري کلابند شوی و، وژغوره.
د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو غوښتل، چې ياد سرتيری ووژني او يا يې وتښتوي؛ خو د غني خيلو ولسوال خبريدو سره سم د امنيه قومندان په ملتيا سيمې ته ولاړ او د وسله والوطالبانو محاصره يې ختمه کړه او سرتيری يې د دوی له منګولو وژغوره.
د غني خيلو ولسوال غالب مجاهد وويل وسله وال طالبان د دوی په ورتګ وتښتېدل او د کلابندۍ په لمنځه وړلو کې يې د سيمې خلکو له همکارۍ مننه وکړه.