ننګرهار کې يولس وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای شول

په دې اړه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، قوماندان جلات خان د خپلو لسو تنه وسله والو طالبانو سره یو ځای، د سولې له بهیر سره یوځای شول.
سولې بهير سره يو ځای شويو وسله والو طالبانو وويل چې د روانې جګړې قربانيان يوازې افغانان دي او د همدې حقيقت په موندلو سره يې له مخالفت څخه لاس واخيست. د هغوی په وینا له دې وروسته به په سوله کې کې ژوند کوي او هڅه به وکړي چې د نورو افغانانو په څېر د هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.