ننګرهار کې د کانګو تبې(CCHF)د مخنیوي کمپاین پیل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو او د افغانستان له پاره د هالند کمېټې (DCA)له لوري ددې ولایت په بهسود، رودات او ګوشتې ولسوالیو کې د کانګو وینه بهوونکې تبې یاCCHF د مخنیوي په موخه کمپاین پیل شو.
د ننګـــرهار د کـــرنې ادارې رئیس رفیع الله رحیمزي په وینا، ددې کمپاین په لړ کې به په یادو ولسوالیو کې به پنځه څلوېښت زره څارويو ته د کانګو د له مینځه وړلو په موخه درمل تطبیق او د څارویو د اوسېدلو دیارلس زره او پنځلس سوه ځایونه (طویلې) به دواپاشي شي.
رحیمزي همداراز وویل ددغه کمپاین له لارې به شاوخوا زرو تنو مالدارانو ته د حفظه الصحې بستې هم ورکړل شي.
دیادونې وړ ده چې د کانګو تبه یوه وېروسي ناروغي ده، چې حشرې یا خځندې او څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.