د بټي‌کوټ سپين‌ږيريو حکومت ته د همکاري ډاډ ورکړ

د ننګرهار ولايت په بټي‌کوټ ولسوالي کې د دغې ولسوالي سپين‌ږيريو او قومي‌مخورو له ولسوال او نورو دولتي‌چارواکيو سره پر شته ستونزو او د هغوی پر حل لارو خبرې وکړې.

په غونډه کې د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند د دغې ولسوالي له قومي مشرانو وغوښتل چې د امنيت په لا ټینګښت کې ورسره همکاري وکړي او په خپلو سيمو کې ټروريسټي ډلو ته ځای ور نه کړي.
قومي مشرانو ولسوال ته د امنيت د ټينګښت په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او په ياده ولسوالي کې يې د مجهز روغتون د جوړېدو او په ځينو نورو برخو کې د پروژو د تطبيق غوښتنه هم وکړه.