په نورستان کې د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل شو

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د واکسین د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او له ولسونو یی هم وغوښتل چې د شري د وژونکې ناروغۍ د مخنیوي په کمپاین کې د روغتیا پالانو سره ‎ همکاري وکړي.
د نورستان د عامې روغتیا رییس ذکي الله ستوري په وینا، د شري د وژونکې ناروغۍ د مخنیوې لپاره به دغه کمپاین په ټول ولایت کې د دوه سوه او نهه اویا تنه رضاکارانو په مټ د لسو ورځو په ترڅ  کې ددغه ولایت په کچه (۱۰۲۷۷۰) ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهو میاشتو تر لس کلنۍ پورې وي، پلي کړي.