په ننګرهار کې له ۴نيم زره ښوونکيو ازموينه واخيستل شوه

په ننګرهار کې د دوولس سوه ښوونکيو د ګمارنې لپاره، له شاوخوا څلور زره او پنځه سوه ښوونکيو څخه ازموينه واخيستل شوه.

په دغه ازموينه کې يوولس سوه یې نجونې او پاتې یې نارينه ول.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواری وايي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله دغه ازموينه له يوه نوښت سره اخيستل کېږي.

دی وايي، پخوا به په دغو بستونو شته ښوونکي ګمارل کېدل چې هم به يې د خپلې برخې د تدريس چارې ګډې وډې وې او هم به يې د حق الزحمې برخې؛ خو وايي، اوس به ورسره دغه ستونزه حل شي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات چې د دغې ازموينې ليدو ته ورغلی و، وويل، له دې سره به بې روزګاري هم يو څه کمه شي.

ټاکل شوې ده چې د ازموينې پایلې به د راتلونکې اوونۍ په لومړيو ورځو اعلان شي.‌