د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې دوو نويو رييسانو رسما دندې پيل کړې

نن د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې دوو نويو رييسانو سيدشاه سقيم او نجيب الله مطهري رسما دندې پيل کړې.
سيدشاه سقيم د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو او عامه پوهاوي او نجيب الله مطهري بيا د دغې ادارې د دفتر رييس ټاکل شوی دی.‌

د دوی د معرفي په مراسمو کې، د دوی دواړو د مقرري په اړه د ولسمشر حکم د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د استخدام رييس محمد اکبر دشتي ولوست.

د سيمه‌ييزو ارګانونو مالي‌ او اداري معين روح الله نيازي په دغو مراسمو کې دوی دواړو ته د مبارکي تر څنګ په خپلو خبرو کې وويل چې د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ژمنه ده چې په سيمه‌ييزه کچه تر خلکو مالومات ورسوي‌ او پوهاوی خپور کړي.‌

ده وويل، ژمن يوو چې په رواني جګړه کې د خلکو مورال لوړ وساتو او پر حکومت يې باور ورغوو.

ښاغلي نيازي هيله وکړه چې نوي رييسان به ورسپارل شوي مسووليتونه په ښه توګه سر ته ورسوي او هڅې به یې د لا ښې حکومتولي په برخه کې ګټورې وي.‌

دواړو رييسانو د مراسمو په پای کې له ولسمشر او د سيمه‌ييزو ارګانونو له رهبري مننه وکړه او زياته یې کړه چې تر خپله وسه به د چارو د لا ښه‌والي لپاره هڅې کوي.‌