د سیمه ییزه شوراګانو د قانون مسودې مشورتي غونډه جوړه شوه

په دغې مشورتي ناسته کې چې د وږي د مېاشتې په ۷ مه نېټه، ترسره شوه، د سیمه ییزه اورګانونو ادارې چارواکیو د کابل والي محمد یعقوب حیدري او د کابل ولایت د ټولنیزه چارو مرستیاله منیره یوسفزاده سربېره، د کابل، غزني، دایکندي، بامیانو، خوست، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګو، پنجشیر، کاپیسا او پروان ولایتونو څخه د ولایتي شوراګانو استازو، ولسوالانو او بشري سرچینو استازو  ګډون کړی ؤ.

ددغې مشورتي ناستې څخه موخه، د ولایتي شوراګانو د قانون مسوده کې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیول په ګوته شوي دي. ددغه قانون کلیدي موخې د سیمه ییزه شوراګانو د فعالیت د ډول، صلاحیتونو او د دندو ټاکل، د سیمه ییزه شوراګانو، سیمه ییزه ادارو او سیمه ییزه وګړیو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، د جمهوري ریاست له عالي مقام، ملي شورا، وزیرانو شورا او د سیمه ییزه اورګانونو ادارې سره د سیمه ییزه شوراګانو د اړیکو رامنځته کول بلل شوي دي.

د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د سیمه ییزه شوراګانو د چارو د سمون لوی رییس سعید احمد خاموش د وینا په ترڅ کې، د سیمه ییزه شوراګانو د قانون مسودې جوړېدل یې په سیمه ییزه کچه د شوراګانو د قانوني کېدلو لپاره اړین وباله ویې ویل: د سیمه ییزه شوراګانو قانون د لا بډاینې او ښه والي په موخه تر دا مهاله د هېواد په پنځو زونونو چې ۲۲ ولایتونه پکې راځي، مشورتي او نظر غوښتنې ناستې ترسره شوي دي.

د خاموش په وینا د سیمه ییزه شوراګانو په نوي قانون کې به د ولسوالیو او کلیو شوراګانو د دندو او مسوولیتونو په اړه هم پوره وضاحت ورکړل شي. او همدارنګه ددې قانون له لارې به په سیمه ییزه کچه د سکتوري ادارو او سیمه ییزه شوراګانو ترمنځ کاري همغږي رامنځته شي.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې ویې ویل: د سیمه ییزه شوراګانو قانون به د ښې حکومتوالي د پلي کېدلو او همدارنګه په سیمه ییزه کچه د شوراګانو د قانوني کېدو لپاره ښه بستر واوسي. او د سیمه ییزه اورګانونو ادارې دا کړنه یې تاریخي وګڼله. حیدري د سیمه ییزه اورګانونو ادارې څخه وغوښتل چې پلازمېنې د ادارو او د ښاریانو د لا ښه مدیریت په موخه دې د پلازمېنې قانون تر نامه لاندې پر مسودې هم کار وشي.

د غونډې پر دوام د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد کریمي له لوري د سیمه ییزه حکومتوالي نوې پالیسي چې د وزیرانو شورا د قانون د حاکمیت عالي شورا جلسې له لوري تصویب شوې  ده ګډونوالو ته یې په اړه معلومات ورکړل شول. ددغې پالیسي له مخې به د هېواد په کچه ۹ پرمختیايي زونونه جوړیږي چې د هر زون په کچه به د پرمختیايي ادارې په نوم یوه اداره هم رامنځته کیږي.

همدارنګه ددغې پالیسي له مخې به د هېواد ټولې ولسوالۍ په پنځو کتګوریو سرحدي، ښاري، نیمه ښاري، ترانزیتي او د طبیعي سرچینو لرونکو ووېشل شي. او له ټولو مهمه برخه یې د والیانو، ښاروالانو او ولسوالان د مالي صلاحیتونو په اړه هم په دغه پالیسي کې وضاحت ورکړل شوی دی.