د هېواد ښاروالۍ د پرمختګ او بریا په لور

تېر ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه او په ترڅ کې یې د لوګر ولایت پل علم ښار د ماسټر پلان طرحه تصویب کړه.
وروسته د سیمه ییزو ارګانونو د ښاروالیو معین ښاغلي عبدالباقي پوپل د دې ادارې د لاسته راوړنو له هغې ډلې ملاتړ، همغږۍ، د ښاروالیو تنظیم او څارنه، د خوندي چاپېریال ایجادول، د حکومتولۍ په برخه کې لاسته راوړنې، عوایدو لوړوالې، ښه ښاري خدمات وړاندې کول، ښاري پراختیا، د خلکو رضایت او د دې ادارې راتلونکو کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې اړه یې خپل وړاندېزونه هم مطرح کړل.
همدارنګه ښاغلي عبدالباقي پوپل د ښاروالیو معین د ټولو ښاروالانو په استازیتوب د دوی دوه کلنې لاسته راوړنې د ښاري پراختیا په عالي شورا غونډه کې مطرح کړل او د ښاریانو رضایت، د ښاروالیو د عوایدو ډېروالۍ، د دونرانو رضایت د ښاروالیو د برنامو له تطبیق څخه او په ځانګړې توګه د ولسي تړون ملي پروګرام په اړه پوره مالومات وړاندی کړل چې جلاالتمآب ولسمشر د دغو کړونو څخه خوښي څرګنده کړل او دا لاس ته راوړنی يي وستایل.