راحت الله نعیم د سیمه‌ییزو ارګانونو سلاکار شو

ښاغلی راحت الله نعیم د محمد نعیم خان زوی چې تر دې وړاندې د سیمه‌ییزو ارګانونو د دفتر د ریاست سرپرست و،‌ د سیمه‌ییزو ارګانونو د ۱۳۹۷/۵/۱۵ نېټې، د ۴۶۵ شمېرې وړاندیز او د ولسمشر د ۱۳۹۷/۶/۳ نېټې د ۱۰۲۴ شمېرې حکم په اساس، په دویم بست، د سیمه‌ییزو ارګانونو د سیمه‌ییزې حکومتولی‌ مشاور وټاکل شو.‌

ښاغلی راحت الله نعیم لوړې زده‌کړې او ښه تجربه لری او د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره ورته په چارو کې لا بریا غواړی.‌