په جلال‌اباد کې په ۶۳میلیونه افغانیو لګښت لس پروژې پیل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د درې‌شپېته میلیونه افغانیو په لګښت لس بېلابېلې پروژې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د سړکونو او پلیو لارو رغوونه، د ویالو، د پارکونو د احاطو  دېوالونو، پلچکونو او نورو جوړولو چارې شاملې دی.‌

د ننګرهار والی حیات الله حیات د دغو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې دغه پروژې به د جلال اباد ښار د درېیمې او پنځمې ناحې په اړوندو سیمو کې پلې شی.‌

ده د یادو ناحیو له شوراګانو او اوسېدونکیو څخه وغوښتل چې د پروژو په نظارت، څارنه او ساتنه کې د ښاروالی له مسوولینو سره همکاری وکړی.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وویل، په یادو پروژو کې د شپږ نیم کیلو مټره په اوږدوالی د سړک، د دوه نیم کیلو مټره په اوږدوالی د ویالو، درې نیم کیلو مټره په اوږدوالی د پلیو لارو جوړول او نورې چارې شاملې دی.

ده زیاته کړه، پر یادو پروژو څه باندې ۶۲ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځی چې ۱۵ میلیونه افغانۍ پکې ولسی ونډه ده او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د پروژو تر پلې کېدو وروسته د ښار د ښکلا ساتنه وکړی.‌

تمه ده چې د دغو پروژو چارې به په شپږ میاشتې کې بشپړې شی.‌