د ننګرهار د بړو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار د روداتو ولسوالی د بړو سیمې لوی کانال د اووه میلیونه افغانیو په لګښت تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغه کانال د پرانیستې پر مهال د ننګرهار د کرنې رییس رفیع الله رحیمزی وویل، دغه کانال ۱۷۵۳ مټره اوږدوالی لری چې د کرنې وزارت له دویم ملی لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې په اووه میلیونه افغانیو لګښت جوړ شو.

رحیمزی وویل، له دغه کانال څخه یوولس سوه پنځه اتیا جریبه ځمکه خړوبېږی او اته نوی کورنۍ ترې ګټه اخلی.

ده زیاته کړه چې د دغه کانال په جوړېدو سره په یاده سیمه کې ۴۰ سلنه د اوبو ضایعاتو مخه ونیول شوه او په کرنیزو محصولاتو کې به شل سلنه زیاتوالی راشی.

هغه وایی، له دغه کانال څخه به شل سلنه شاړې ځمکې هم خړوبې شی.
دغه کانال په اوو میاشتو کې جوړ شوی چې پکې اته زره څلور سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.