درې چارواکی د ځمکو له غاصبانو سره د مرستې په تور زندانی شول

د ننګرهار د والی حیات الله حیات په امر، په دغه ولایت کې درې تنه چارواکی د ځمکو له غاصبانو سره د مرستې په تور د قانون منګولو ته وسپارل شول.

د جلال اباد ښار چپرهار اډې ته څېرمه یو کس شپږ بسوې ځمکه غصب کړې او ورباندې ودانۍ جوړوله چې د کانال دارې د هغه له یوه ملګری سره یو ځای نیولی، خو بېرته خوشې کړل شوی و.

دغه کسان تر څو لحظې بند وروسته بېرته د مسوولینو له خوا خوشې کړل شوی او تېره شپه یې بیا پر غصب شوې ځمکه ودانیزې چارې پیل کړې وې چې د ننګرهار والی ورباندې خبر شوی.
د ننګرهار والی د امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایی ستانکزی په ملتیا د غصب سیمې ته ولاړ او د کار تر بندیدو او تر سره شویو چارو تر ویجاړولو وروسته یې د نن ورځې په اوږدو کې د نیول شوی غاصب د خوشې کېدو د لامل د څرنګوالې پوښتنې وکړې.

د ننګرهار د والی په امر د کانال قطعې لوړ رتبه مسولین چې پکې د قطعې مرستیال او دوه نور شامل وو، د غصب سیمې ته حاضر کړل شول چې د نیمګړی دلیل د شریکولو له امله یې ولچک او د قانون منګولو ته وسپارل.

د ننګرهار والی حیات الله حیات وویل،‌ دغه اقدام د غصب په مخنیوی کې د ولایتی ادارې جدیت په ډاګه کوی.‌
تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې یو شمېر امنیتی منسوبین د بېلابېلو قضیو له امله توقیف او تر څېړنو لاندې نیول شوی.