د هلمند له ۲۵بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د جګړې او ناامنیو له امله له بې‌ځایه شویو پنځه ویشتو کورنیو سره مرسته وشوه.‌

دغه مرسته په مالی او اداری چارو کې د مرستیال والی مجاهدالله صفاری او د کډوالو چارو ریاست له لوری پر اړو کورنیو ووېشل شوه.

په مرسته کې لسو کورنیو ته د خیاطی، پنځو کورنیو ته پر هرې کورنۍ اتلس چرګان، نهو کورنیو ته لاسی صنایع او یوې کورنۍ ته پوښاکی توکی ورکول شول.

په دې سربېره هرې کورنۍ ته د دوو میاشتو لپاره خوراکی توکی هم ورکړل شول.

د هلمند مرستیال والی د کډوالو چارو له نړیوالې ادارې د مرستو مننه وکړه او هیله یې وکړه چې په راتلونکی کې دې هم له اړو کورنیو سره دغسې مرستې دوام ومومی.‌