د ګرمسېر ځوانانو د حکومتی برنامو ملاتړ اعلان کړ

د هلمند د ګرمسېر ولسوالی لسګونو ځوانانو د دغه ولایت له والی تورن جنرال محمد یاسین خان سره د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د حکومت د ټولو برنامه ملاتړ اعلان کړی.‌
دوی وویل، ځوانان چمتو دی چې په ملی پروګرامونو کې له دولت سره همکاری وکړی.
ځوانانو له والی سره د خبرو پر مهال، په ګرمسېر ولسوالی کې د تصفیوی عملیاتو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې هلته دې خلکو ته کاری فرصتونه برابر شی.‌

په دې سربېره، دوی په ګرمسېر ولسوالی کې د دریو منځنیو ښوونځیو په لېسو بدلولو غوښتنه هم وکړه.

د هلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان له ځوانانو سره په لیدنه کې وویل، اړینه ده چې زموږ ځوانان په تدریجی توګه پرمختګ وکړی، ترڅو تجربه تر لاسه او په راتلونکی کې د هېواد ادارې ښې تنظیم او مدیریت کړی.

ده وویل: په ګرمسېر ولسوالی کې همدا اوس هم ځینی عملیات روان دی او د بشپړ چاڼ لپاره یې قوی پلانونه تر کار لاندې دی، چې ژر به عملی شی.

په لیدنه کې د ښوونځیو په اړه یې پوهنې ریاست ته لارښوونه وشوه چې د اصولو مطابق دې منځنی ښوونځی په لېسو واړوی.