د لوګر ولسونو د سولې په اړه د دینی‌عالمانو دریځ وستایه

د لوګر سلګونو قومی‌ مخورو او ولسونو په دغه ولایت کې په یوه لویه غونډه کې په هېواد کې د دایمی سولې غوښتنه وکړه او د سولې په اړه یې د دینی عالمانو وروستی دریځ وستایه.

د ولسونو دغې غونډې ته د لوګر د سولې شورا رییس مولوی اسدالله حنیف، د سولې شورا غړیو، د ولایتی شورا پخوانۍ غړې هما احمدی، د سیندیزې حوزې مشرې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ، د ښځو چارو رییسې شیما زرګر د اطلاعاتو او کلتور رییس او ځینو قومی مشرانو ویناوې وکړې.‌

دوی د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د دینی عالمانو هغه غونډه او پرېکړه وستایله چې څه موده وړاندې په سعودی عربستان کې شوې وه.

د دینی عالمانو په دغه غونډه کې د افغانستان روانه جګړه فتنه بلل شوې وه او د جګړې له ښکېلو اړخو د جګړې د درېدو او بس کېدو غوښتنه شوې وه.

د لوګر د سولې شورا رییس مولوی اسدالله حنیف په خپله ونیا کې په سعودی عربستان کې د عالمانو وروستۍ ناستې پرېکړه لیک ولوست او له دواړو لورو یې غوښتنه وکړه چې دایمی اوربند وکړی او سولې ته لاره هواره کړی.‌

ورپسې د لوګر د حج او اوقافو ریاست مرستیال مولوی احمد نبی احمدی وویل، افغانان د دایمې سولې او اوربند تږی دی او له دواړو لوریو غواړی تر څو جګړه بس کړی او افغانان دې ته پرېږدی چې په ارامه فضا کې خپل ژوند وکړی.

د دینی علماوو په استازیتوب مولوی امیر جان هم د سولې پر ارزښت خبرې وکړې او د سولې او دایمی اوربند د رامنځ ته کېدو غوښتنه یې وکړه.

په یاده غونډه کې د هلمند د سولې کاروان غړی غلام سرور غفاری هم د سولې د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او سوله یې د افغانانو یوازینۍ هیله یاده کړه.

ده وویل، سوله په زاریو نه راځی، بلکې هڅو او کوښښونو ته اړتیا لری.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې د راتګ لپاره هڅې زیاتې شوې او حکومت په پلان کې لری چې په را راوان لوی اختر کې اوربند اعلان کړی او هم له وسله والو وغواړی چې دغه اوربند وغځوی.