د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د لمریزې برېښنا د شبکې د جوړېدو قرارداد لاسلیک شو

د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس انجینر امان الله میاخیل او د الیشنګ ولسوالۍ د درویش آباد د سیمې د محلی پرمختیایی شورا ترمنځ د (۳۲۸۴۰۵۸) افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د لمریزې برېښنا د شبکې د جوړېدو قرارداد لاسلیک شو، چی د قرارداد د لاسلیک پر مهال د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس انجینر امان الله میاخیل د یادې سیمې د شورا پر مسولینو ټینګار وکړ څو د پروپوزل او شوی هوکړه لیک د مشخصاتو مطابق په ښه کیفیت سره د پروژې پر وخت سرته رسېدو ته خاصه توجو وکړی
دغه پروژه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په مالی ملاتړ جوړېږی لس سلنه ونډه په کې د سیمې د اوسېدونکو ده، چې چارې به یې د پینځه میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی
د یادې پروژې په تطبیق سره به د درویش اباد په سیمه کې څه دپاسه سل کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شی کومې چې تر دې وړاندې یې نه درلودې