ننګرهار کې له جګړه ځپلو سره مرسته وشوه

د یو، ان، دی، پی په مالی مرسته، د جلال آباد ښار، چپرهار او بټی کوټ ولسوالیو له پنځلس ملکی جګړه ځپلو کورنیو سره، د زمری مېاشتې په ۱۳ مه نېټه، ددغه ولایت د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ریاست له لوری، د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرسته وشوه.
د چارواکو په وینا، په دغه مرسته کې، هرې کورنۍ ته د نږدې څوارلس زره او شپږ سوه افغانیو په ارزښت مرسته، چې خوراکی او غیر خوراکی توکی پکې شامل ؤ، اړمنو کسانو ته ورکړل شوه.