حیات الله حیات د جلال اباد پر سړکونو وګرځېده

د ننګرهار والی حیات الله حیات د دغه ولایت د بېلابېلو سکټوری ادارو د چارواکیو په ګډون د جلال اباد ښار پر سړکونو پلی وګرځېده. د دوی د پلی ګرځېدو هدف ښاریانو ته ډاډ او روحیه ورکول و. حیات الله حیات په ښار کې د ګرځېدو پر مهال ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې خپلې چارې له کومې وېرې او اندېښنې پرته پر مخ یوسی. ده وویل، د ښار د خوندی کولو په موخه یې بېلابېل تدابیر نیولی او هڅه کوی چې په دغه ښار کې د ناامنیو کچه صفر ته کښته کړی.‌ ښاغلی حیات د جلال اباد له ښاریانو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې دې له خپلو سرتېرو سره مرستې نه سپموی.‌