د پکتيا ــ کابل پر لويې لارې له پرتو امنیتي پوستو څخه لیدنه وشوه

د پکتیا والي ډګر جنرال ګل نبي احمدزي د پکتيا _ کابل لويې لارې کې د دې ولايت اړوند امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او د اتلو سربازانو میړانه، هیوادنۍ مینه او لوړ شهامت ستاينه وکړه او پر نغدي مکافاتو يې ونازول.
والي د یادو پوستو مسوولینو او اتلو سربازانو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د دې لویې لارې د امنیت ټینګښت ترڅنګ له عامو وګړو سره نیک برخورد وکړي او د اړتیا پر وخت د لویې لارې د مسافرو ستونزې ورحل کړي