د میدان وردګو د چارواکو ستاینه

په همدې اړه د زمری مېاشتې په ۱۳ مه نېټه، جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، د میدان وردګو د سولې شورا ولایتی کمېټې له لوری ددغه ولایت د والی محمد عارف شاه جهان، امنیه قوماندان او یو شمېر نورو ملکی او نظامی ادارو چارواکو، د سولې راوستلو برخه کې، ستاینه وشوه.
د میدان وردګو والی محمد عارف شاه جهان د سولې ولایتی کمیټې له چارواکو مننه څخه وکړه، ویې ویل: سوله د ټولو هیوادوالو لوی ارمان دی، چې دغه ارمان ته د رسیدو لپاره د هیواد د هر وګړی دا مسئولیت دی، چې په دې برخه کې تر خپل توان پورې هلې ځلې وکړی.