شمیم خان کټوازي د هلمند د ولایتي شورا له رییس او غړو سره وکتل

په دې لیدنه کې د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان له نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ سربېره؛ د هلمند د امنیتي وضعیت، د حکومت له لوري د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو رسولو او دغه راز د یاد ولایت د موکلینو غوښتنې او ستونزې یې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره شریکې کړې.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د طالبانو له لوري په هلمند کې روانې جګړې د اسلامي او ملي اصولو خلاف وبللې او ډاډ یې څرګند کړ چې حکومت ژمن دی ترڅو د هلمند د امنیت ټینګښت په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. ښاغلي کټوازي همداراز ټینګار وکړ چې دولت به د خپلو شته بشري او تخنیکي سرچینو په مرسته د جګړې له امله بې ځایه شویو کورنیو ته پر وخت د مرستو رسولو د بهیر چټکوالي او عادي حالت ته د وضعیت د راګرځېدو په موخه هر اړخیزې هڅې وکړي.
په دې لیدنه کې د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د حکومت له لوري خلکو ته د مثبت پیغام رسولو پر مېکانیزمونو او په دې برخه کې د ولایتي شوراګانو پر رول بحث او خبرې وشوې