کابل ګلدرې ولسوالۍ کې د اوبو ذخیروي څاه‌ګانو د کېندې پروژه پیل شوه

یاده پروژه د ګلدرې ولسوالۍ په اتو کلیو کې د کابل مالي او اداري مرستیال عبدالرحیم ځیرک له لوري د اړوندو مسوولينو او ځايي اوسيدونکو په حضور کې رسمأ پیل شوه، چې پکې شاوخوا ۶۸۲ کسانو ته عملاً کاري زمينه برابره او دا لړۍ به د کابل نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.