د جمهوررئیس په مشرۍ د ارشد امنیتي غونډې ترسره کېدل

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته له رسېدو او د یاد ولایت له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره تر کتنې وروسته، ارشد امنیتي غونډه رهبري کړه.
په پیل کې په شمال زون کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د خپل تیاري راپورونه او برنامې شریکې کړې وې ویل، د دولت په چوکاټ کې د ولسي پاڅونونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او په ګډه به په شمال زون کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.
جمهوررئیس د هغوی د راپورونو او برنامو تر اورېدو وروسته، په شمال زون کې د وضعیت د کنټرول لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.