زابلیانو سرپرست والی وستایه

په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د زمری میاشتې په ۱۴مه نېټه، جوړه شوې وه، د زابل ولسونو ددغه ولایت سرپرست والی رحمت الله یارمل کړنې وستایلې. ګډونوالو د غونډې په ترڅ کې د قومونو ترمنځ د یووالی، سولې، امن، بیارغونې او ښې حکومتوالۍ په برخو کې د زابل د سرپرست والی اغیزمنې کړنې، نوښتونه او خدمتونه وستایل. او ټینګار یې وکړ، چې نوموړی د غوره مدیریت او ښې همغږۍ په رامنځته کولو د ولسونو او دولت ترمنځ شته واټن له منځه وړی او د ولایت دروازې یې د خلګو پرمخ پرانیستی ساتلی دی. په مقابل کې، د زابل سرپرست والی رحمت الله یارمل له زابلی ولسونو د مننې په ترڅ کې وویل، چې د خپلی دندې تر وروستۍ شیبې پورې به د زابل د ولسونو یووالی، ثبات، پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته همداشان دوام ورکړی.