د ولایتونو امنیتي او د حکومتولۍ وضعیت و ارزول شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي او د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګرجنرال ولي محمد احمدزي نن له غرمې وروسته د پروان، بلخ، ننګرهار، فراه، هرات، غزني، بامیان، بغلان، سمنګان، نورستان، بدخشان، لوګر، کونړ، دایکندي، زابل، پکتیا، پنجشیر، کندهار، لغمان، پکتیکا، خوست، فاریاب، ارزګان، میدان وردګ، بادغیس، کابل، غور، کاپیسا او تخار ولایتونو له والیانو او مېشتو سیمه ییزو پوځي چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس او د وسلوال پوځ لوی درستیز د دښمن پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له اتلولیو څخه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ ترڅو په سیمه ییزه ییزه کچه د امنیت د لا ټینګښت او د ثبات رامنځته کولو په پار دې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ځوانانو جلب او جذب ته ځانګړې پاملرنه وشي او په دې برخه کې ولسونو ته په مثبت پیغام رسولو هم ټینګار وکړ.
ښاغلي کټوازي همداراز وویل سیمه ییز چارواکي باید د جګړو د مدیریت سریېره؛ د امنیت د ټینګښت، ښې حکومتولۍ او د پراختیايي او ټولګټو پروژو د پلي کېدو په برخو کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
په دې ویډیو کنفرانس کې والیانو او پوځي چارواکو دغه راز د ولایتونو د عمومي وضعیت په اړه بشپړ معلومات له ښاغلي کټوازي او ښاغلي احمدزي سره شریک او له جمهوري نظام، سولې پروسې او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکړ