دمکلی والو د اوبو رسولو شبکې زیری

د یونسف ادارې د ۳٫۱۹ میلونه افغانیو په لګښت، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو برنامې په مرسته، د کنړ دمکلی د اوبو رسولو شبکې هوکړه لیک، د زمری د مېاشتې په ۱۴مه نېټه، په داسې حال کې، چې د کونړ والی عبدالستار میرزکوال هم حاضر ؤ، د د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس او کلیوالی شورا ترمنځ لاسلیک شو.
د چارواکو په وینا، ددغه هوکړه لیک له مخې به د دمکلی دوه سوه کورنۍ، د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمنې شی.