د جمهوررئیس په مشرۍ د امنيتي غونډې ترسره کېدل

د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنيتي غونډه نن مازديګر په ارګ کې ترسره او پکې د هيواد په عمومي امنيتي وضعيت، په ځانګړي ډول پر زيانمنو سيمو بحث او خبرې وشوې.
د امنيتي او دفاعي بنسټونو مسوولينو، د دښمن د بريدونو دفعه کولو لپاره د خپلو فعاليتونو راپورونه او برنامې جمهوررئیس سره شريکې کړې.
جمهوررئیس غني د هغوی د راپورونو او معلوماتو تر اورېدو وروسته د جګړې په لومړيو کرښو او د هيواد په نورو برخو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پر وخت اقداماتو ستاينه وکړه او د دښمن د دسيسو شنډولو او بريدونو دفعه کولو لپاره يې اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې