شميم خان کټوازي د لوګر محمدآغې ولسوالۍ د پراختيايي او سيمه ييزو شوراګانو له قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل

په دې ليدنه کې د لوګر د ولايتي شورا رييس او د محمدآغې ولسوالۍ د پراختيايي او سيمه ييزو شوراګانو قومي مخورو او ځوانانو په خپلو خبرو کې د دغې ولسوالۍ د امنيتي مسايلو سربېره، د پراختيايي پروژو پلي کېدو، په ولسوالۍ کې عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او نورې بېلابېلې ستونزې او ننګونې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رييس شميم خان کټوازي سره شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه.
ښاغلي کټوازي د دغو شوراګانو او محمدآغې ولسوالۍ د خلکو ټولنيزو او امنیتي ستونزو ته د حکومت او ادارې لاسرسی اړين وګڼل او ويې ويل چې امنیتي او پراختيايي مسايل زموږ د کاري پروګرامونو له لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې شته ستونزې به د اړونده ادارو له لارې تعقيب شي.
نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د سيمه ييزې حکومتولۍ د لا غښتلتيا لپاره دې له حکومت سره اوږه په اوږه ودريږي او دښمن ته دې اجازه نه ورکوي چې د ولس او حکومت تر منځ خنډ جوړ شي