د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مېنه‌پال هم د جهل او تیارو شیطاني لاسونو را څخه واخیست.

انا لله و انا الیه راجعون
د دواخان مينه‌پال د شهادت دردناکې حادثې له امله د شهيد کورنۍ، دوستانو، ملګرو او ټولو افغانانو ته د زړه له تله تسلیت وایم. جنتونه دې یې په برخه شي.
مينه‌پال یو پر وطن مین، مسلکي ژورنالیست او ژبور ځوان و چې د نارواوو خاوندانو او پر درواغو مينو وحشیانو یې د غږ د اورېدلو او د نظر د دقت زغم نه درلود.
وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ
دښمن دې دا خبره په خلاصو غوږو واوري چې د حق د داعیانو وژل، د حق غږ نه شي غلی کولای. افغانستان د مېړنيو ځوانانو ټاټوبی دی. د مينه‌پال پر ځای به زرګونه نور ځوانان په دې هېواد کې د وطن د ودانۍ، د سولې او پرمختګ مشال بل وساتي. د تیارو د استازو مخونه به بیا هم تور وي.
څو چې دا ځمکه اسمان وي
څو چې دا جهان ودان وي
څو چې پاتې یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي.
شميم خان کټوازی
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې رئیس