د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رئیس سره د ښاغلي شميم خان کټوازي ليدنه

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ښاغلي شميم خان کټوازي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رئیس احمد نادر نادري سره وليدل. په دې ليدنه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سازماني جوړښت او په سیمه ییزو اداراتو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د فعالیتونو د لاښه والي او د ورته نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې. همداراز دواړو لوريو په مرکزي او سيمه ييزو ادارو کې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ