د خواشینۍ پيغام!

نن سه‌شنبه مازديګر مهال د کابل ښار پينځمې امنيتي حوزې اړوند خوشحال خان سيمه کې د میدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ ولسوال امير محمد ملکزی د نامعلومو وسله‌والو لخوا په بې رحمانه توګه شهيد کړای شو.
انا الله وانا اليه راجعون
زه دا پېښه په کلکو ټکو غندم او د نوموړي په مړينه د دوی کورنۍ، خواخوږو او په ټوله کې د سيداباد ولسوالۍ درنو ولسونو ته تسليت وړاندې کوم او ترڅنګ يې په دې درانه غم کې ورسره ځان شريک بولم.
دې خاورې او په ځانګړي توګه د سيداباد ولسوالۍ ولسونو ته د شهید ولسوال امير محمد ملکزي کړنې او فعاليتونه نه هیریدونکي دي. ارواښاد ملکزي ته د څښتن تعالی په سپېڅلي دربار کې د دوعا لاسونه لپه کوم او فردوس جنت ورته غواړم، کورنۍ او خواخوږو ته يې د زړه صبر…
روح يې ښاد، ياد يې تلپاتې!
شميم خان کټوازی
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس