د ملي شورا د دواړو جرګو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) د فوق العاده غونډې مصوبه!

د افغانستان اسلامي جمهوريت د جلالتمآب جمهوررئيس محمد اشرف غني په ګډون د ملي شورا د دواړو جرګو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) فوق العاده غونډې پای کې؛ د ملي شورا د دواړو مجلسونو رهبرۍ او غړو له نظام، د افغانانو د ګډو ارزښتونو، اتلو دفاعي او امنیتي ځواکونو او په هېواد کې د تلپاتې سولې تامينولو څخه، بيا ځلي خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ