د جمهوررئیس په مشرۍ د امنیتي غونډې ترسره کېدل

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په امنیتي غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث وشو.
په پیل کې د هیواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو په ولایتونو کې د امنیتي وضعیت ښه والي او د دښمن د بریدونو شنډولو لپاره د خپلو ترسره شویو کړنو راپور او برنامې جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني د هغوی د راپورونو او برنامو تر اورېدو وروسته د هرات او هلمند په ګډون په ټولو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پر وخت اقداماتو او مېړانې ستاینه وکړه او د دښمن د دسیسو شنډولو په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.