د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شميم خان کټوازي د کابل له والي سره وليدل

په دې ليدنه کې والي محمد يعقوب حيدري د کابل محلي ادارې اړوند غوښتنو شريکولو ترڅنګ د سيمه ييزی حکومتولۍ، همدارنګه د ټولنيزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شميم خان کټوازي ته معلومات وړاندې کړل.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس د کابل والي کړنې او فعاليتونه وستايل او د حکومتولۍ وضعيت بهترۍ، دغه‌راز په ليرې پرتو سيمو او اداراتو کې د متوازن انکشاف باندی يې ټينګار وکړ