شمیم خان کټوازي د سرحدونو او قبایلو له مخکیني وزیر محمد شفیق ګل آغا شیرزي سره وکتل

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر ملي مسایلو او روانو حالاتو په ځانګړي ډول د سولې او ملي یووالي، د سوېل لودیځې حوزې د امنیت او ثبات د ټینګښت، د قومونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او انسجام، د جرګو له لارې د شخړو د حل او نورو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه بحث او د نظر وړ خبرې وکړې