ولايتي شوراګانو سره د همغږۍ ناسته شوه

په دې ناسته کې د کابل، غزني، سمنګان، تخار، بدخشان او زابل ولايتي شورا رئيسانو او غړو؛ د دولت له پاليسيو، برنامو او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو نه خپل ملاتړ اعلان کړ او ترڅنګ يې خپلې چاپيريالي او امنیتي ستونزې د محلي شوراګانو د چارو انسجام عمومي رئيس سره شريکې کړې. دوی همدارنګه د خلکو او دولت سره د اړيکو په رامنځته کولو کې د ولايتي شوراګانو د رول په اړه خبرې وکړې.
په ورته مهال ښاغلي خاموش د ثبات په ټينګښت او د قانون په حاکميت کی د ولايتي شوراګانو رول مهم وباله، د حکومت او ولايتي شوراګانو په لازياتو همکاريو يې ټينګار وکړ. نوموړي د ولايتي شوراګانو غړو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به يې د ادارې رهبرۍ او دولت سره شريکې شي