د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس د نيکمرغه لوی اختر (سرتيري اختر) په مناسبت له اداري واحدونو څخه ليدنه وکړه

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ښاغلي شميم خان کټوازي نن شنبه د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې منسوبينو او ټولو کارکوونکو سره د دوی په کارځای کې د نيکمرغه لوی اختر (د سرتيري اختر) مبارکي وکړه او ترڅنګ يې د دوی غوښتنې او مشکلات واوريدل. ښاغلي کټوازي دوی ته د هر اړخيز ډاډ ورکولو ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او همدارنګه سپارښتنه يې وکړه چې اداري فساد سره به په ګډه مبازره کوو او له مرکز څخه به په سيمه ييزه کچه د غوره حکومتولۍ ترويج، د دولت او ولس ترمنځ اړيکو پياوړتيا، همغږۍ او د جمهوري نظام پايښت لپاره به جدي هڅې ترسره کوو